د شیکاګو پر سرمشریزه د پاکستان-امریکا سیوری غوړولی

د امريکا د متحده ايالاتو او پاکستان ترمنځ يوه جنجال په شيکاګو کې د ناټو پر سرمشريزې د سيوري غوړولو وېره رامنځ ته کړې ده.

دواړه غاړې افغانستان ته د پاکستان د اکمالاتي لارو د بېرته پرانستو پر سر يوې موافقې ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

پاکستان دغه لارې وروسته له هغه د ناټو پر مخ وتړلې چې له افغانستان سره پر پوله يې ۲۴ سرتېري د امريکا په يوه هوايي بريد کې ووژل شول.

په شيکاګو کې د بي بي سي خبريال وايي امريکاـ پاکستان هغسې د افغانستان د ستونزې يوه برخه بولي لکه چې د ستونزې د حل يوه برخه يې بولي.

د شيکاګو په سرمشريزه کې په دې بحث کېږي چې څنګه د ۲۰۱۴ کال تر اخره بهرني پوځيان ووځي او څوک د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پيسې ورکړي.