یمن کې وسله والو امریکایی ښوونکی وژلی

يمني چارواکوويلي دي چې لږ ترلږه يو امريکايی ښوونکى د نامعلومو وسله والو کسانو په بريد کې وژل شوى دى.

دغو چارواکو ويلي دي ، درې تنو امريکايي ښوونکو د حديده په بندري سيمه کې خپل موټرکې سفر کاوه چې پرې بريد وشو .

ويل کيږي چې له القاعدې سره تړلې د ''أنصار الشريعة'' ډلې د بريد پړه منلې ده.