فارک یاغیانو ۱۲ کولمبیايي پوځيان وژلي

کولمبیايي چارواکو ویلي چې د فارک کیڼ اړخو یاغیانو لږترلږه ۱۲ کولمبیايي پوځيان وژلي دي.

دا پوځيان د ونزویلا سرحد ته نژدې وژل شوي.

یوه امنیتي چارواکي ویلي چې پر پوځيانو د عادي ګمزې پرمهال برید شوی.

ونزویلا له دې پېښې وروسته پر خپله بوله سخت امنیتي تدابیر نیولي دی.

د ونزویلا ولسمشر هوګو چاویز په یوه ویناپاڼه کې ویلي: ''''

وړاندې کولمبیا د ونزویلا کیڼ اړخی دولت د یاغیانو په ملاتړ تورن کړی، خو دا ادعا ونزویلا رد کړې ده.