م.م: د سوریې شخړې ګاونډيان نارامه کړي

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون له دې اندېښنه په ډاګه کړې چې د سوريې تاوتريخوالی د دې لامل شوی چې په ګاونډيو هېوادونو کې شخړې رامنځته کړي.

تېره ورځ په لبنان کې د سوريې د ملاتړو او مخالفو سياليو ډلو ترمنځ نښتې وشوې.

سرمنشي بانکي مون په لبنان کې د ټيکاو ساتلو پر اړتيا ټينګار وکړ او پر ټولو غاړو يې غږ وکړ چې ارام اوسي.

په وروستيو نښتو کې په بېروت او د لبنان په دويم لوی ښار کې يو شمېر کسان ووژل شول.