په ټوله نړۍ کې څه باندې ٪۱۳ ځوانان بې کاره دي

د کار نړيوال سازمان وايي په درسته نړۍ کې اوس د ځوانانو څه د پاسه ۱۳ سلنه بې کاره دي او تر راتلونکو څلورو کلونو يې د کار موندلو څرک نه لګېږي.

د دغه سازمان په نوي راپور کې ويل شوي ډېری مسلکي کسان پارټ ټايم يا په ورځ کې د څو ساعتونو کار او هم غير مسلکي کارونو ته مجبوريږي.

دوی خبرداری ورکړی چې شپږ ميليونه نور ځوانان د کار موندلو په لټه کې ګيچ او نهيلي شوي دي.

دغه سازمان پر حکومتونو ټينګار کړی چې خلکو ته د کار موندل د خپلو کاري لومړيتونو په سر کې ځای ورکړي.