پنځه مصري پولیس په ۱۰ کالو بند محکوم شول

په مصر کې يوې محکمې پنځو پوليسو ته د هغوی په غياب کې د ١٠ کاله بند سزا واوروله.

دغه پوليس په ٢٠١١ م کال کې د پاڅونونو پر مهال د مظاهره چيانو په وژلو کې د رول په درلودلو لرلو تورن شوى دي.

پروسږکال د مظاهرو پرمهال د سلگونو کسانو د وژلو پړه د مصر پر پوليسو اچول کېږي.