مصريان رایې اچوي

په مصر کې سل ګونه زره کسان د ولسمشرۍ په لومړیو ازادو ټاکنو کې برخه اخلي او د رایې اچونې مرکزونو ته اوږدې لیکې جوړې کړې دي.

د بي بي سي خبریال وايي، چې هلته حالات غلي دي او خلک د خپلې راتلونکې دبدلون لپاره انتظار باسي. په ټاکنو کې دیارلس کاندان ولاړ دي چې څلور یې مخکښ بلل کیږي.

دغه مخکښ کاندیدان يا اسلام پالي دي او يا د ښاغلي مبارک د پخواني حکومت د کابينې وزيران پاتي شوي دي

دغه ټاکنې، د حسن مبارک د رژیم له راپرځېدو ۱۵ مياشتې وروسته ترسره کیږي.

محمد کمال، چې د حسن مبارک درژیم پرضد یې د پاڅونو همغږي کوله او اوس د ټاکنو یو څارونکی دی، بي بي سي ته وویل، چې له ۳۰ کالو راهیسې یې د دغې ورځې انتظار کاو.

"زه په دې ورځې ډیر ویاړم. دا زما لپاره یوه ځانګړې ورځ ده. ما د دې ورځې لپاره له دیرشو کلونو راهیسې انتظار ویسته. موږ په نړۍ نن تر ټولو ډیر خوشاله یوو، چې په مصر کې دغه ډول ټاکنې کیږي. دمبارک د رژیم پرضد له پاڅونو نو وروسته موږ دا ډول ازادې ټاکنې او خوشالي ویني".