برما مظاهره چيانو ته وايي له گيلمه پښې مه غځوئ

د برما پوځ پلوي حکومت هغو کسانو ته چې د بریښنا د کموالي په ضد یې مظاهرې کړي، خبرداری ورکړی چې په خپل قانوني چوکاټ کې پاتې شي.

دغه مظاهرې چې د برما په څو ښارونو کې شوي په روان کال کې تر ټولو لویې وې.

د ولسمشر یوه سلاکار ویلي چې په دیموکراتیکو هېوادونو کې مظاهرې یو معمول کار دی، خو زیاته یې کړه چې سوله ییزه فضا باید ماته نه شي.