"یورو زون کې د یونان د پاتې کېدو لپاره به هره ممکنه لار وګورو"

د اروپایې ټولنې مشرانو د پنجشنبې په سهار په بروکسل کې د مشرانو خبرې په دې ژمنو پای ته ورسولې چې په یورو زون کې به د یونان د پاتې کېدو لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي.

خو له دې حوزې څخه د یونان د وتلو دمخنیوي لپاره یې کوم مشخص پلان یا د نه کړ.

دغه خبرې اترې تر ډیره پر اقتصادي ودې متمرکزې وې.

خو هغه څه چې موافقه ورباندې ونه شوه د فرانسې د ولسمشر هغه نظر و چې ویل ېې باید د هغو هېوادونو لپاره چې له اقتصادي بحران سره مخامخ دي، پورونه په ارزانه ورکړل شي، خو د جرمني صدر اعظمې له دې وړاندیز سره مخالفت وکړ.