م. م بشري حقونو څیړونکي وايي سوریه کې شخړې پوځي شوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څیړونکي وایي په سوریه کې د اپریل د میاشتې د اور بند سره سره په دغه هېواد کې شخړې ورځ تر بلې پوځي بڼه نیسي.

دغه اوربند وروسته له هغه وشو چې د ملګرو ملتونو څارونکي دغه هېواد ته ورسیدل.

د دغې ادارې وروستي راپورونه ښیي چې په سوریه کې د وروستیو تاوتریخوالي پر مهال ډیری بشري جنایتونه شوي چې د دوی په خبره تر ټولو ډیره برخه یې د امنیتي ځواکونو له خوا هغه مهال شوي چې د حکومت ضد مخالفینو په وړاندې یې مقابله کړې.

د راپور د وړاندي کولو پر مهال په لندن کې د بخښنې د سازمان مشر وویل وړاندې تر دې چې د ملګرو ملتونو څارونکي سوریې ته ورسیږي، هلته ډیری کسان وژل شوي وو.

ښاغلی شیټي وایي چې د امنیت شورا دایمي غړو تر ډیره لیوالتیا هغو هېوادونو ته ښودلې چې د دوی د ادعا وو له مخې هغوی مرسته کوي.

دوی وایي په ځینو علمیاتو کې د کورنیو ټول غړي قرباني شوي دي. دغه راپور وایي چې دا تاوتریخوالی لا هم دوام لري او په ځورول شویو کسانو کې د ماشومانو د شتون خبره هم کوي .

په دغې څیړنه کې د حکومت پر مخالفینو هم نیوکې شوي چې د خلکو په برمته نیولو او ځورونو سره یې په دې پېښو کې برخه اخستې.