د سوريې د مخالفينو استعفى ومنل شه

په سوریه کې مخالفې موقتي شورا ویلي د دوی د مشر برهان غالیون د استعفی وړاندیز یې منلی دی.

شورا وایي ښاغلی غالیون به تر هغو لا هم مشري کوي چې بل څوک یې پرځای وټاکل شي.

دا څرګنده نه ده چې نوی مشر به یې څوک وي.

ښاغلی غالیون په دې وروستیو میاشتو کې درې ځلې دغې دندې ته بیا بیا وټاکل شو، خو ځیني وختونه په سوریې کې دننه نورو مخالفو فعالینو د هغه پر مشرتابه نیوکې کولې.

پر ده یوه نیوکه دا هم وه چې د سوریې د پاڅون لپاره د لا ډیر نړیوال ملاتړ په ګټلو کې پاتې راغی.