حکومت مخالفو سوريانو د القاعدې شه والى ومانۀ

د آزادې سوریې د پوځ په نوم د بشار الاسد د حکومت یوه مخالفې ډلې له بي بي سي سره په خبرو کې منلې چې په دغه هېواد کې د القاعده جنګیالي فعال دي.

د آزادې سوریې د پوځ یوه افسر ویلي چې القاعدې د سوریې د حکومت مخالفو ځواکونو ته د مرستې وړاندیز کړی چې په هغو کې د وسلو او پیسو د ورکولو مرستې شاملې دي.

خو دوی ویلي چې دغه وړاندیزونه رد شوي دي.

لویدیځو هېوادونو په سوریه کې د حکومت او مخالفینو ترمنځ د القاعدې ډلې د ونډي له کبله اندیښنه ښودلې.

دغه خبریال ته ویلي شوي دي چې که لویدیځ هېوادونه د سوریې د دولت له مخالفینو سره مرسته ونه کړي، نو د اسلامپالو لپاره به د مرستو لاره پرانستې وي.