د سپرليو موټر پر ماين ختلی او ۷ کسه يې وژل شوي

تېر ماښام دغزني دقره باغ او اندړو ولسواليو ترمنځ دكابل كندهار په لويه لاره دځنګل د پوستې په سيمه كې يو ۳۰۲ ډوله موټر په ښخ شوي ماين ختلی چې د چاودنې له امله يې اوه تنه وژلي او ۱۶ نور ټپيان دي.

دغزني والي موسی خان اكبرزاده وويل موټر له كندهار دكابل په لوري روان و، چې په ښخ شوي ماين ور برابر شو.

دغزني والي د دغې پيښې مسوليت د دولت د وسله والو مخالفينو په غاړه واچوله.

دغزني د ملكي روغتون ريس ډاكتر باز محمد همت هم وايي تېره شپه روغتون ته مړي او ټپيان ور وړل شوي و، چې دځينو يې روغتيايي حالت دانديښنې وړ و.

نوموړی وايي ځينې کسان کابل ته استول شوي دي.

په ټپيانو او مړو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دې پيښې پړه لاهم چا په غاړه نه ده اخيستې.