د نړۍ پياوړى تيلسکوب ځاى مومي

ټاکل شوې نن ناوخته ساینس پوهان د نړۍ تر ټولو پیاوړي راډیو تلسکوپ د موقعیت په اړه پریکړه وکړي چې په جنوبي افریقا کې یې نصب کړي که په اسټرالیا کي.

دغه تلسکوپ به په یو میلیون متر مربع سیمه کې ۳۰۰۰ بېلا بېل انتنونه ولري او ټول به سره یوځای په فضا کې ارزونې کوي.

دغه تلسکوپ به دومره وړتیا ولري چې د یو میلیارد کهکشانونو تر منځ پلټنې وکړای شي او دا چې دغه کهکشانونه په څومره سرعت له یو بله بیلیږي.

ډاکټر کورت وان دیر هیدین د نجومي زده کړو يو ښوونکي بي بي سي ته یې ویلي چې ولې باید دغه تلسکوپ په جنوبي افریقا کې جوړ شي.

"موږ دا یو داسې سیمه موندلې چې تر ډیره د راډیو یې څپو څخه پاکه ده او دلته نور زیګنالونه لکه د تلویزیون او ګرځنده ټلیفونونو څپې ډیرې لږې دي. په دې سیمه کې د وګړو شمېر هم ډیر لږ دی که په نسبي ډول ووایو ښایي یوه کس ته څو کیلو متره مربع سیمه ورسیږي. نو دا په دې مانا ده چې په دې سیمه کې ډیره نوې ڼکنالوژي لکه ټلیفونونه نه شته او دا نه شي کولی زموږ هغو کوچنیو زیګنالونو کې مداخله وکړې چې موږ یې له باندنۍ فضا څخه تر لاسه کوو".