د ٩٠ يمني سرتيرو د وژونکي نوم په ډاگه شو

په یمن کې په القاعده پورې تړلې یوې ډلې د هغه ځانمرګي برید کوونکي نوم ښودلی چې د روانې اوونۍ په سر کې یې لږ تر لږه ۹۰ تنه یمني سرتېري وژلي.

د انصار الشریعت ډله وایې حثیم حمید حسین مفرح دغه بریدونه په پلازمینه صنعا کې تر سره کړي دي.

دغې ډلې ویلي چې نوموړی کس د یمن د پوځ له سرتېرو څخه وو.

د القاعدې ډله دغه بمي بریدونه، غچ اخستونکی ګام بولي چې د دوی په وینا د دغه هیواد په جنوب کې د دوی د پلویانو او د دولت تر منځ د جګړې وروسته شوې دي.

دغې ډلې ګواښ کړی چې د متحده ایالاتو په ګټه د تبلیغاتو د دوام په صورت کې به نور ورته بریدونه هم وکړي.