د مصر ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته غځېږي

د مصر دولتي رسنیو دا منلې چې ولسمشریزې ټاکنې به دویم دور تر سره شي.

په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې پر ټولو هغو ګوندونو چې د تېر کال د پاڅون په ننګه ولاړ وو، غږ کړی چې د ولسمشرۍ لپاره ددوی د نوماند محمد مرسي ملاتړ وکړي.

ښاغلی مرسي به راتلونکې میاشت د حسني مبارک د رژیم د وروستي لومړي وزیر احمد شفیق سره سیالۍ ته ودرېږي.

د ښاغلي شفیق پلویانو دا نده منلې چې ګني هغه د وروستي پاڅون د اهدافو څخه په شاتګ کې کړی دی.

د اخوان المسلمین یوه ویاند عصام العریان د مصر له خلکو څخه د خپل ګوند د ملاتړ له کبله مننه وکړه:

''زه د مصر له ټولو هغو کسانو څخه چې په موږ یې باور کړی او موږ ته یې رایه راکړې ، مننه کوم او زه اعلان کوم چې دا د خلکو غوښتنه او اراده ده. که څه هم موږ د ټاکنو د بهیر په اړه اندېښنې درلودې، خو اوس په یوه نوي پړاو کې یو او باید په مصر کې د دیموکراسۍ د راوستلو په برخه کې د خپلې وړتیا لپاره د خلکو باور تر لاسه کړو.''