سوریه کې برمته شوي شیعه ګان خوشي شوي

لبناني چارواکي وایي د شیعه زیارت کوونکو یوه ډله چې تېره سه شنبه په سوریه کې برمته شوې وه، خوشې شوې ده.

د زیارت کوونکو د خوشي کېدو د خبر په خپرېدو د پلازمېنې بیروت په څنډو کې خلکو خوشالۍ کولې.

دغه یولس تنه اوس د ترکیې له لاري لبنان ته په لارې دي.