یمني ځواکونو القاعده پورې تړلې سیمې نیولي

راپورونه وایي د یمن حکومتي ځواکونو د جنوبي ښار زینجیبار شاوخوا ته په القاعده پورې تړلو ډلو څخه څو سیمې نیولې دي.

د پوځ یوه افسر ویلي چې په دې جګړو کې د سومالیایانو په ګډون لسګونه اورپکي وژل شوي دي.

د روانې میاشتي په لومړیو کې یمني ځواکونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د اورپکو پر وړاندې پراخ بریدونه وکړل.

بل خوا په دغه هېواد کې تند لارو اسلام پالو د هغه سعودي دوپيلومات ویډیو خپره کړې چې د القاعدې لخوا تښتول شوي وو.

دغه دیپلومات له سعودي چارواکو غواړي چې د ده ژوند وژغوري.

عبدالله الخالدي په مستقیمه توګه له پاچا عبدالله نه غواړي چې د ده د تښتوونکو غوښتنې ومني او په سعودي عربستان کې ښځینه بندیانې خوشې کړي.

په ویډیو کې دا نه ده روښانه شوې چې نوموړی د کومو ښځينه بندیانو خوشې کیدل غواړي.

نوموړی دوې میاشتې وړاندې تښتول شوی وو.