زمبابوې د بي بي سي یو خبریال نیولی

د زمبابوې پولیسو د بي بي سي یو خبریال پټراک ترلاني د رسمي اسنادو نه لرلو په تور نیولی دی.

دغه خبریال د تېرې پنجشنبې په ورځ د بولاوایو ښار د موسیقۍ په یوه نندارتون کې نیولی شوی دی.

د نندارتون سمبالوونکي وايي چې نوموړي په نندارتون کې په رضاکار ډول ګډون کړی و.