هندی لومړی وزیر برما ته ځي

د هند لومړی وزیر منموهن سینګهـ برما ته درې ورځنی سفر پیلوي.

دا په څه باندې شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې یو هندی چارواکی دغه هېواد ته سفر کوي.

ښاغلی سینګهـ وایي غواړي له خپل ګاونډي هېواد سره پیاوړي سوداګریزې اړیکي ولري.

هند د برما ګاز او تېلو سره لېوالتیا او په دغه هېواد کې د چین له اقتصادي او سیاسي نفوذه وېره لري.