د اذربایجان سندریزه سیالي سویډن وګټله

په اذربایجان کې د اورپايي هیوادونو ترمنځ د سندرو سږنۍ سیالي سویډن وګټله.

سویډنې سندرغاړې لورین یوازینۍ ګډونواله وه چې په اذربایجان کې یې د بشري حقونو له فعالانو سره ولیدل.

فعالانو د ولسمشر الهام علیوف پر سابقې چې ښځې یې د دې سیالې د تنظیمونکې کمیټې مشري کوله نیوکې کړې وې. د

ښاغلي علیوف لور د سیالۍ کوربنه وه او زوم یې په وقفې کې سندره ویله.

د جمعې پر ورځ په پلازمېنه باکو کې پولیسو په لسګونه حکومت ضد مظاهره کوونکي د سیالۍ له ځای سره نژدې ونیول.