د قطر سوداګریز مرکز کې اور ۱۹ کسان وژلي

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پېر او پلور په یوه مرکز کې اور لګېدلی، چې د دیارلسو ماشومانو او څلوو ښوونکو په ګډون یې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي دي.

چارواکي وايي، اور د وړکتون په لومړي پوړ لګېدلی دی.

د ژغورنې بېړنۍ ډلې په وړکتون کې د ایسارو ماشومانو د ژغورنې په موخه د چت د سورې کېدو له لارې ورسېدلي دي.

دا لا روښانه نه ده، چې اور د څه شي له امله لګېدلی دی.

سیمه ییزو تلویزیونو د هغو ژغورنو ډلو تصویر خپرول، چې په ودانۍ د ایسارو کسانو د رایستلو هڅې یې کولې.