ننګرهار کې چاودنې درې کسان وژلي

د افغانستان ختيځ ننګرهار ولایت هسکه مېنه کې چاودنې درې کسان وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي بي بي سي ته وویل، چاودنه نن سهار (چارشنبه/ مۍ ۳۰) هغه مهال وشوه، چې یوه ګاډي د هسکې مېنې دوه مامورین له یوه قومي مشر سره ولسوالۍ ته لېږدول.

نوموړي وویل چې په چاودنه کې درې واړه کسان وژل شوي دي.

د وژل شوي قومي مشر نوم او د مامورینو دندې نه دي په ډاګه شوې.

عبدالزي وویل چې دا ریموټ کنټرول ماین و.

هغه وايي چ د چاودنې په اړه پلټنه روانه ده.

هسکه مېنه د ختيځ ننګرهار ولایت په جنوب ختيځ کې یوه غرنۍ ولسوالي ده، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.