میټ رامني د جمهوریت غوښتونکو نوماند وټاکل شو

د امریکا د ماسوچسټ ایالت پخوانی والي، میټ رامني د جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند وټاکل شو، چې د نومبر د میاشتې په ولسمشرۍ ټاکنو له ولسمشر بارک اوباما سره سیالي کوي.

اټکل شوې رایې ښیي، چې ښاغلي رامني د تکزاس د لومړنیو رایو په ګټلو سره د ګوند ۱۱۴۴ څوکۍ ګټلي، چې د نوماندۍ لپاره اړینې ګڼل کېږي.

په کلوروډا ایالت کې ښاغلي رامني د کمپاین پرمهال د ولسمشر اوباما پر اقتصادې کړنلارې نیوکې وکړې او ویل یې چې امریکا له خطر سره مخامخ ده:

((موږ په یوه داسې وخت کې یو، چې امریکا په یوه مهم حالت کې ولاړه ده. زموږ برخلیک به هم د اروپا په څېر شي ځکه حکومت له تولیدي سکتور نه ډېر څه اخلي او خلک په پراخه کچه بې روزګاره کېږي او دا هغه څه دي چې په اروپا کې یې تاسې وینﺉ.))