چينايي پوليسو زيات شمېر تايبتيان نيولي

راپورونه وايي د چين امنيتي ځواکونو د تايبت په پلازمېنه لاسا کې زيات شمېر کسان له هغه وروسته ونیول چې دوو تايبتيانو د چين د قوانينو پر ضد ځانونه وسوځول.

د ازادې اسيا په نوم له امريکا نه خپرېدونکې راډيو د نيول شويو کسانو شمېر شاوخوا ۶۰۰ ښوولی دی.

د تايبت په پلازمېنه کې د خپل ځان سوځولو دا لومړنۍ پېښه ده.

د بشري حقونو ډلې وايي د تېرکال د مارچ مياشتې راهيسې لږ تر لږه ۳۵ تايبتيانو ځانونه سوځولي، چې يو شمېر يې مړه شوي دي.