سوري حکومت ۱۵۰۰ کسه له زندان نه خوشې کړي

د سوريې حکومت هغه ۱۵۰۰ کسان له بنده خوشې کړي چې په څوارلس مياشتني اړودوړ کې د ښکېلتيا په ګومان يې نيولي وو.

حکومتي تلويزيون دوی هغه کسان وبلل چې په وينا يې لاسونه يې د خلکو په وينو سره نه دي.

دغه زندانيان له هغه دوه ورځې وروسته خوشې کېږي چې د عرب ليګ او ملګرو ملتو ځانګړي استازي کوفي عنان يې د پرېښودو په اړه پر ولسمشر بشارالاسد ټينګار وکړ.

دا ښايي پر ولسمشر اسد د اوربند د پلي کېدو په تړاو يو دپلوماتيک فشار شي.