د سرطان ناروغان ښايي لا ډير شي

د روغتیا د نړیوال سازمان څیړونکي وايي، د هغو خلکو شمیر به چې په سرطان ناروغۍ اخته کیږي، په راتلونکو اتلس کلونو کې ۷۵ سلنه لوړ شي.

په فرانسه کې د ډبیلو ایچ او اداره اټکل کوي، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هغو کسانو شمیر چې نوي په سرطان اخته وي، ۲۲ میلیونو ته ورسیږي.