بهرني ځواکونه وايي ځانمرگى يې وژلى دى

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د غني خیلو په مارکو سیمه کې ادعا شوې چې یو ځانمرګی برید ګر وړاندې تر دې چې ځان والوځوي، بهرنیو ځواکونو په ډزو وژلی دی.

د همدغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې بیا یو قومي مشر له خپل زوی سره وسله والو وژلي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، دغه پلار او زوی هغه مهال ووژل شول، چې د کابل له سروبي ولسوالۍ نه حصارک ته روان وو.