ایران زرداري ته د سفر بلنه ورکړې

د رپوټونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ته بلنه ورکړې، چې ایران سفر وکړي او له ایراني چارواکو سره پر سیمه ییزو موضوعاتو وغږېږي.

ددې سفر بلنه داسې مهال شوې، چې تهران کې د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو غونډه جوړېږي.

د ایران ارنا خبري اژانس علي اکبر صالحي د هند له دوه ورځني سفر وروسه د پاکستان کراچۍ ته رسېدلی دی.

زرداري ویلي چې د تهران سرمشریزه کې به ګډون وکړي.