امریکا تر ۲۰۲۰ اسیا پسفیک ته نورې جنګې بېړۍ لېږدوي

د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا ویلي چې متحده ایالت په پام کې لري تر ۲۰۲۰ کال پورې د خپلو جنګي بېړیو ډېره برخه د آسیا پسفیک سیمې ته ولېږدوي.

ښاغلي پنیتا په سنګاپور کې د سیمې په کچه یوې امنیتي غونډې ته وویل چې د متحده ایالاتو شپېته سلنه الوتنې به له پسفیک څخه کېږي.

دغه چاره د امریکا د نړیوالې امنیتي ستراتیژۍ د لېږد رالېږد یوه برخه ده چې د روان میلادي کال په لومړیو کې د ولسمشر اوباما له خوا پلان شوې وه.

ښاغلي پنیتا هغه انګیرنې رد کړې چې ګني دا بدلون د چین د ډېرېدونکي واک د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.