څلور تښتول شوي مرستندويان خوشې شول

په افغانستان کې هغه څلور مرستندويه کارکوونکي ژغورل شوي دي چې تېره میاشت د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې تښتول شوي وو.

په خوشې شویو کسانو کې دوې بهرنۍ میرمني هم شاملې دي. تښتوونکي د پوځي عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.

یوه برتانوۍ او بله د کینیا اوسيدونکې اوس په پلازمینه کابل کې خوندي دي.

ددوی افغان ملګري بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شي دي.

د برتانیا لومړي وزیر ډوید کیمرون ویلي د دغو کسانو ژغورنه هغو کسانو ته چې برتانوي وګړي تښتوي یو خبرداری دی چې که هر څوک په ډول کړنې لاس پورې کوي نو له ناوړه پایلې سره به مخامخ شي.

د بدخشان د والي مرستیال شمس الرحمن شمس خبریالانو ته ویلي چې افغان ځواکونو هم په عملیاتو کې برخه درلوده .