چاویز د ټوېټر خپلې يوې ملګرې ته کور ډالۍ کړ

په وینزویلا کې یوې ځوانې میرمنې ته وروسته له هغه یو کور ډالۍ شو چې په تویتر شبکه کې د ولسمشر چاویز د پلویانو درې میلیونمه وګړې وپیژندل شوه.

ناتالیا فالدیفیسو ولسمشر چاویز ته د مننې یو پیغام لیږلی او وایې په مارګریتا کې دې ته ورکړل شوی کور ډیر ښکلی دی.

مخالفین نیوکه کوي چې دا ورته د زغملو نه ده چې د خلکو په پیسو جوړ شوی کور په اسانۍ سره یو داسې کس ته ورکړل شي چې له سیاسي اړخه د ولسمشر پلوي کوي.

د وینزویلا حکومت د اکتوبر د میاشتې تر ولسمشریزو ټاکنو دمخه بېوزلو خلکو ته د زرګونو نویو جوړو شویو کورونو ویشل پیل کړي دي.