جنوبي وزیرستان کې ډرون لس اورپکي وژلي

پاکستاني چارواکو ویلي چې د جنوبي وزیرستان په یوه قبایلي سیمه کې د امریکا څارګرو الوتکو برید لږترلږه لس کسان وژلي دي.

دا په تېرو څلریشتو ساعتونو کې دویم برید دی.

د یکشنبې ورځې برید د واڼا مرکز کوټې ښار ته نژدې په وچه دانه سیمه کې شوی دی.

لومړنیو رپوټونو وژل شوي اورپکي بللي دي، خو کره معلومات لاهم نه شته.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې څارګرو الوتکو د ملا نذیر د اورپکې ډلې پر کسانو څلور توغندي ویشتلي دي.

تېره ورځ (شنبه/ جون دویمه) هم څارګرو الوتکو دوه کسان وویشتل، چې پاکستان د ملا نذیر د ډلې قومندان وبلل.