مصري مظاهره کوونکي مبارک ته مرګ غواړي

په مصر کې تېره شپه ګڼ شمېر مظاهره کوونکو د هغه څه په وړاندې د اعتراض په توګه راوتلي وو چې دوی یې د محکمې له لوري د پخواني ولسمشر حسني مبارک لپاره اسانه سزا ګڼي.

ښاغلی مبارک او د هغه د رژیم د کورنیو چارو وزیر حبیب العادلي د تېر کال پاڅونونو پرمهال د ملکي خلکو په وژنه کې د لاس لرلو په تور په عمري بند محکوم شول.

خو د هغه شپږ قومندانان او دوه زامن په دغو کړنو کې له ښکېلتیا څخه پاک وښودل شول.

د محکمې له پرېکړې وروسته زرګونه مظاهره کوونکي د تحریر څلور لاري ته راووتل او د محکمې له پرېکړې سره یې مخالفت وښود.

یوه لاریون کوونکي وویل:

''زه دلته د خپلو شهیدانو لپاره راغلی یم محکمې ته پیغام روښانه دی، باخبره اوسئ چې یوه ورڅ به تاسو له خدای سره مخامخ کېږﺉ. عدالت چېرته دی؟ موږ د مصر قضاوت ته درناوی لرو، خو عدالت چېرته دی''؟