يوه بار وړونکې الوتکه له بس موټر سره جنګېدلې

د ګانا په پلازمینه اکرا کې یوه بار وړونکې الوتکه له ځغاست لیکي اوښتې او له مسافرو ډک یوه بس موټر سره جنګیدلې ده.

راپورونه وایي په بس کې لږ ترلږه ۱۰ سپاره مسافر وژل شوي دي.

د نایجیریا دهواېي کرښې دغه الوتکه د کښیناستو په حال کې وه چې دا پیښه رامنځ ته شوه.

د الوتکې څلور تنه عمله ژوندي پاته شوي دي.

د ګانا د ولسمشر مرستیال خبریالانو ته ویلي چې په دې اړه به بشپړې پلټنې کیږي.

.