اسد: سوریه له کورنیو او بهرنیو جګړو سره مخامخ ده

د سوریې ولسمشر بشار الاسد ویلي چې هېواد یې د اسرایلو په وړاندې د مقاومت د ملاتړ له کبله نه یوازې د کورنیو بلکې د بهرنیو هېوادونو له جګړو سره مخامخ دی.

ښآغلي اسد د سوریې نوي پارلمان ته په وینا کې د حولا ښار د ټول وژنې په اړه وویل چې آن یو ځناور هم دا ډول کړنه نشي کولی.

خو زیاته یې کړه چې له دې وروسته باید په سوریه کې د وینې تویېدنې پای ته ورسیږي.

ولسمشر اسد وایي چې د هرې مخالفې ډلې سره د خبرو ور پرانستی دی.

د ښاغلي اسد په وینا د سوریې د کمزوري کېدو لپاره ډیرې کورنۍ او نړیوالې هڅې روانې دي.