''چین د افغانستان باوري ملګری دی''

د افغانستان لپاره د چين سفير زو في هونګ خپل هېواد د افغانستان لپاره د ډير باور وړ ملګری بللی دی.

ښاغلی زو وايي چين لا له وړاندې له افغانستان سره د پام وړ مرستې کړي او په امنيتي برخو کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دی دغه څرګندونې له هغه يوه ورځ وړاندې کوي چې افغان ولسمشر حامد کرزی چين ته ځي او له خپل چينايي سيال سره د کتو ترڅنګ په يوه لويه سرمشريزه کې ګډون هم کوي.