هندی کریکټر سچن ټنډولکر د مشرانو جرګې غړی شو

د هند وتلي کرېکټر سچن ټنډولکر د مشرانو جرګې د غړي په توګه لوړه وکړه.

دا لومړی ځل دی چې د هند يو لوبغاړی سياست ته په داسې حال کې ور داخلېږي چې لا هم لوبې کوي.

په مارچ مياشت کې سچن ټنډولکر د نړۍ لومړنی کرېکټ لوبغاړی شو چې سل سليزې يې ووهلې.

د هند د سنا ډېری غړي ټاکل کېږي، خو ټنډولکر د هغو دولسو سناتورانو په ډله کې دی چې د ولسمشر له لوري په انتصابي ډول جرګې ته ورځي.