جنوبي سودان له چارواکو غلا شوې پیسې غواړي

د جنوبي سودان ولسمشر سلوا کير د حکومت پنځه اويا اوسنيو او پخوانيو چارواکو ته ليکلي او له هغوى نه يې غوښتي دي چې د اټکل له مخې څلور ميليارده ډالر حکومتي پيسې بيرته راستنې کړې چې وايي پټې کړې يې دي.

ښاغلي کير هغو کسانو ته د بښنې وړانديز کړى چې پيسې بيرته ستنې کړي چې دده وينا ډيره برخه يې له هيواده ايستل شوې ده.

جنوبي سودان له تيرې جنورۍ راهيسې چې له سودان سره له شخړې وروسته د تيلو توليدات يې درولي ، د پيسو له کمښت سره مخامخ دى.