دمشق د امریکا او برتانیا سفیران وشړل

له سوریې څخه راپورونه وايي چې له دمشقه د امریکا او برتانیا سفیران شړل شوي دي. سورې مخکې هم د ځینو هېوادونو سفیران وشړل او ځینو نورو بیا خپل سفیران له دغه هېواده ور وغوښتل.

د سوریې د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې سوریه کې د لوېديځو هېوادونو سفیران ناغوښتل شوي کسان وو.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني سوري ولسمشر بشارالاسد په دروغو تورن کړی، او وايي چې د الحوله په ټول وژنه کې یې په دروغو ځان تېر کړی دی.