د بیجینګ سرمشریزه د افغانستان پر ثبات غږېږي

په بیجنګ کې د چین، روسیې، او د منځني آسیا د څلورو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان د مشرانو ترمنځ د افغانستان د ثبات په اړه بحثونه دوام لري.

د سیمه ییزې ډلې شپږ غړي، د شانګهای د همکاریو سازمان د ایران، منګولیا، هند، پاکستان او افغانستان له مشرانو سره په دې خبرو کې یوځای شول.

د چین ولسمشر هوجینتاو ویلي چې دغه ډله غواړي په افغانستان لویه ونډه ولوبوي.

خبریالان وایي په داسې حال کې چې ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وتلو ته چمتو والی نیسي.

ددغه هېواد ګاونډیان په پرله پسې ډول په افغانستان او بیا وروسته سیمې ته د بې ثباتۍ د غځېدو له کبله اندېښمن دي.