لوګر: د ناټو بمبار ۱۸ ولسي وګړي وژلي

د لوګر ولایت د ولایتي شورا مشر ویلي چې تېره شپه ناټو ځواکونو د برکي برک ولسوالۍ پر یوه کلي بمبار کړی دی.

سیمه ییزو خلکو ویلي چې بمبار کې لږترلږه ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي چې شپږ په کې نارینه او نور ماشومان او ښځې دي.

خو ناټو ویلي چې په برید کې دوې ښځې ټپي شوې او ګڼ ''اورپکي'' یې وژلي دي.

سیمه ییزو خلکو د ولسي وژنې پرضد لاریون کړی او د وژل شوو مړي یې د لوګر ولایت مقام ته وړي دي.