امریکا وايي القاعدې ته یې لوی ګوزار ورکړی

سپینه ماڼۍ وایي چې متحده ایالاتو په پاکستان کې د القاعدې د دویم مشر ابو یحیی اللیبي په وژلو سره دغې شبکې ته سخت ګوزار ورکړی.

امریکایي چارواکي وایي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف هم ابو اللیبي و.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وایي په تېر یوه کال کې دا دویم ځل دی چې امریکا د القاعده شبکې ته دا ډول ګوزار ورکوي او دده په خبره همدې پیښو تر بل هر وخت القاعده ماتې ته ورنژدې کړې ده.