د سوریې ولسمشر نوی لومړی وزیر ټاکلی

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د تېرې میاشتې د ټاکنو وروسته چې مخالفو ډلو پریکون ورسره وکړ، اوس نوی لومړی وزیر ټاکلی.

دولتي ټلویزیون وایي ښاغلي اسد د کرنې د پخواني ریاض حجاب د یوه نوي حکومت جوړېدو ته وربللی دی.

ښاغلی حیجاب له ډیرې مودې د سوریې د واکمن بعث ګوند غړی دی.

لدې سره د ځینو هغو مخالفو ډلو تمې له منځه ځي چې وایي د ولسمشر اسد لخوا د اصلاحاتو په ژمنو د باور کولو لپاره باید یو داسي کس وټاکل شي چې د بعث ګوند غړی نه وي.

دا ګام داسي مهال اخستل شوی چې په سوریه کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره نړیوال فشارونه ډیر شوي دي .