بشري حقونه وايي پاکستانۍ ښځې ژوندۍ دي

په پاکستان کې د بشري حقونو يوه فعاله وايي د پنځو ښځو هغه ډله چې په راپورونو کې ويل شوي وو د يوه واده په مراسمو کې د نڅا په خاطر مړې شوي، ژوندی دي.

ډاکټره فرزانه باري چې په شمال لويديځ کې د کوهستان سيمې ته له حکومتي پلاوي سره د پلټنو لپاره تللې وايي، د دغو پنځو ښځو له ډلې يې له دوو سره کتلي او ډاډه شوې چې ژوندي دي.

تر دې وړاندې راپورونو ويلي وو يوې قبايلي محکمې وروسته له هغه دغه ښځې په مرګ محکومې کړې چې د يوه واده په مراسمو کې يې د نڅا وېډيو د پاکستان په تلويزيوني چينلونه خپره شوه.