په چين کې ۱۲ ايغوري زده کوونکي ټپیان شوي

د چين په شين ژيانګ سيمه کې د مسلمانانو په يوه ښوونځي د پوليسو د چاپې پر مهال ۱۲ ماشومان تر روغتونه رسول شوي دي.

حکومتي رسنۍ وايي دغه ماشومان د اور وژنې د هغو مايعاتو له امله زخمي شوي چې هڅه يې کولو د پوليسو مخه پرې ونيسي.

خو د ايغوري مسلمانو اقليت د څارنې ډله چې په جرمني کې ده وايي پر زده کوونکو پوليسو اوښلن غاز شيندلی.

دوی وايي د ماشومانو عمرونه د شپږ او لسو کلونو ترمنځ دي.

دغه ښوونځی چې د اوسېدو د يوې ودانۍ په پنځم پوړ کې دی ډيره برخه يې سوې ده.