د امريکا د دفاع وزير په افغانستان کې دی

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا له وړاندې د اعلان شوي سفر په ترڅ کې افغانستان ته رسېدلی دی.

ښاغلي پنېتا خبريالانو ته وويل غواړي په افغانستان کې د جګړې د ډګر له قومندانانو په وروستيو کې دغلته د تاوتريخوالي پېښو د زياتېدو او له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتو په اړه، ورسره وغږېږي.

ده وويل داسې بريښي چې د اورپکو بريدونه منظم شوي، خو زياته يې کړه په ټوليز ډول يې د تېرو کلونو په پرتله کچه لا هم ښکته ده.

تر دې وړاندې ښاغلي پنېتا په هند کې د خبرو پر مهال وويل په پاکستان کې به د امریکایي بې پيلوټه الوتکو بریدونه دوام ولري.

نوموړي وویل متحدو ایالتونو په څرګنده ویلي چې دوی به له خپله ځانه دفاع کوي