هلري کلنټن پر اسد د سوريې د پرېښودو غږ کړی

د امريکا د بهرنيو چارو وزیرې هلري کلنټن د سوريې پر ولسمشر بشار الاسد غږ کړی چې واک ولېږدوي او سوريه پرېږدي.

په استانبول کې د ترهګرۍ په تړاو کنفرانس کې مېرمن کلنټن هما ته څېرمه تاوتريخوالی يو بې ضميره او بې وجدانه عمل وباله.

اغلې کلنټن دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې نړيوال استازی کوفي عنان په سوريه کې د خپل سوله يیز پلان د ژوندي ساتلو لپاره د نويو وړانديزونو اعلانولو ته چمتووالی نيسي.

ديپلوماتان وایي دی به له ملګرو ملتو وغواړي چې د امنیت شورا د دايمي غړو په ګډون د سيمې له هېوادونو د تماس نوې ډله جوړه کړي.

خو امريکا، برتانيا او فرانسې لا له وړاندې په دغه ډله کې د ایران ګډون رد کړی دی.