پنیتا پاکستان کې به د ډرون بریدونه دوام ولري

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا ویلي په پاکستان کې به د امریکایي بې پيلوټه الوتکو بریدونه دوام ولري.

نوموړي هند ته د سفر پر مهال وویل متحدو ایالتونو په څرګنده ویلي وو چې دوی به له خپل ځانه دفاع کوي.

د سه شبنې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د د غسې بریدونو پرضد د احتجاج په توګه ورغوښتی و.

ترهغه یوه ورځ مخکې امریکایي بې پيلوټه الوتکو په شمالي وزیرستان په برید کې ۱۵ تنه ووژل چې د امریکایانو په وینا د القاعده دویم لوړپوړی قوماندان هم په کې دی.