د ډرون بریدونو قانونیت تر پوښتنې لاندې راغی

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو کمیشنرې نیوي پيلې، په پاکستان کې د امریکایي بې پيلوټه الوتکو بریدونو، قانونیت تر پوښتنې لاندې راوست.

نېوي پيلې دا څرګندونې په پاکستان کې د حقیقت موندنې د ماموریت په پای کې وکړې.

"د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د نړیوالو حقونو د مراعات په برخه کې، په ځانګړي ډول د هغو د تړاو او انډول په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.هغه مهال چې دا الوتکې له پوځي کنتروله وزي او روڼ میکانیزم هم ورته نشته نو د نړیوالو حقونو د مراعات ضمانت هم ګران دی".